د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د پاکستان پر مخکیني لومړي وزیر عمران خان د ترهګرۍ تور له لګېدو خبر دی او غوښتنه یې کړې چې په دې تړاو دې په بې طرفه ډول پر قانون عمل وشي. دا څرګندونې د ګوترېش ویاند سټېفن ډوجارېک په یوه خبري ناسته کې د یوې پوښتنې ځواب کې کړې. هغه زیاته کړې په دې لړ کې د یوې مستعدې، خپلواکې او بې طرفه قانوني پروسې اړتیا ده. ډوجارېک ویلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د کړکېچ پر کمېدو، د قانون پر واکمنۍ او همدا راز د بشري حقونو او بنسټیزو مدني ازادیو پر درناوي ټينګار کوي. پر ګوترېش سربېره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس هم ویلي چې امریکا پر عمران خان له لګېدلو تورونو خبره ده، خو دا د پاکستان کورنۍ موضوع ده.
































