افغان حکومت د بښنې نړیوالې ادارې وروستی راپور رد کړی دی. د افغانستان د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو په پرتله د ښځينه وو او نارینه وو حقونه خوندي دي او د بښنې نړیوال سازمان وروستی راپور په بشپړه توګه بې بنسټه دی. د مجاهد په خبره دا سازمان د افغانستان دښمنه کړیو د ویناوو پر بنسټ راپورونه جوړوي او په دې توګه د افغان حکومت د تخریب هڅه کوي. نوموړی وایي چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې سترې ناخوالې تېرې شوې دي، په ځينو برخو کې ستونزې شته دي خو دغه ډول یو اړخیز او بې بنسټه راپورونه د افغان حکومت پر وړاندې د تخریب او پروپاګنډې هڅه ښيي چې دوی یې ردوي.
































