اوکراين کې د روسيې د توغنديز بريد له کبله ۲۲ تنه مړه او ۵۵ نور ټپيان شوي دي. اوکرايني چارواکو ويلي چې بريد د اوکراين د خپلواکۍ په ورځ د اورګاډي پر يوه تمځای شوی دی. د دې بريد اعلان د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي د امنيت شورا يوې غونډې ته په خبرو کې وکړ. هغه وويل چې غونډې ته د چمتووالي پر مهال يې خبر ترلاسه کړی چې چاپلين ښارګوټي کې د روسيې د توغنديز بريد له کبله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه ويلي چې د بريد په ځای کې د يوه اورګاډي په څلورو واګونونو کې لا هم اور لګيږي. روسي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي خو تېره اپريل مياشت د اورګاډي په يوه تمځای کې د روسي توغندي د لګېدو له کبله تر پنځوسو ډير ملکي وګړي وژل شوي وو. وروستی بريد په داسې حال کې شوی چې د امريکا متحدو ايالتونو پر اوکراين د روسيې د بريدونو د يوې نوې څپې د احتمالي پيل خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چې ښايي د اوکراين بنسټيز تاسيسات په نښه کړي.
































