د ملګرو ملتونو اړوند يوه اداره وايي چې افغانستان کې يې د نجونو د زده کړو لپاره پروګرامونه روان دي. د تعليم نه تم کيږي په نوم د ملګرو ملتونو يوه اداره چې په اضطراري شرایطو او اوږدمهالو کړکيچونو کې د زده کړو پروګرامونه پلي کوي وايي چې افغانستان کې د نجونو پر زده کړو پر محدوديتونو سربېره د زده کړو پروګرامونه روان دي او د ځينو بنسټونو لکه سويډن کمېټې له لوري د نجونو د زده کړو ملاتړ روان دی. د دې ادارې مشرې ياسمين شريف پرون نيويارک کې د خپلې ادارې د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وويل چې د ا.ا له ځينو مشرانو سره يې غير رسمي خبرې کړې او ورته څرګنده شوې چې هېڅوک هم د نجونو د زده کړو مخالف نه دي. دې وويل چې په دې برخه کې غير رسمي خبرې د پام وړ پايله نه لري او اړتيا ده چې له ا.ا سره په دې اړوند رسمي مذاکرات وشي. د تعليم نه تم کيږي ادارې چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له ۳۴۱ ورځو راهيسې تر شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو محرومې شوې دي. د ا.ا چارواکي که څه هم وايي چې د نجونو پر زده کړو محدوديتونه دايمي نه دي او ډير ژر به ټول ښوونځي پرانيستل شي، خو له زده کړو محرومې شوې نجونې بيا وايي چې که تر دې وورسته يې ټول ښوونځي پرانيستل شي نو د دوی د يوه ضايع شوي کال ځواب به څوک وايي، هغه پوښتنه چې ځوابول به يې اسانه نه وي.
































