د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي، چې د افغانستان په اتو ولایتونو کې به یو شمېر پروژې پلې کړي. یادې ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دې پروژو لپاره د امریکا ۸۰ میلیونه ډالره بشري مرستې ځانګړې شوې دي. د اعلامیې له مخې دغه پروژې به په پروان، نورستان، بدخشان، جوزجان، پکتیکا، دایکندي او غور ولایتونو کې د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په هدف پلې شي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان زياته کړه چې د دغو پروژو تطبيق به دیادو ولايتونو دخلکو په ژوند مثبت اغيز وکړي.
































