د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، امریکا د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې چې امریکایان ګواښي، نړیوال کمپاین دوه چنده کړی دی. بایډن دغه څرکندونې د تخلیې پر مهال د کابل هوایي ډګر سره په یوه چاودنه کې د وژل شویو امریکایي سرتیرو د لومړي تلین پر مهال کړې دي. نوموړي ویلي، واشنګټن به په افغانستان کې له پوځي حضور پرته پر ترهګرو ډلو فشار وساتي. بایډن زیاته کړه چې له دې بریده وروسته واشنګټن د داعش او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې چې امریکایان ګواښي، نړیوال کمپاین دوه چنده کړی دی.
































