د پاکستان د پوځ لوی درستیز د پاکستاني طالبانو له تحریک سره خبرې اترې ناکامې بللې دي. د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي چې د دغه هېواد پوځ د یادې ډلې پر وړاندې پر سختو لارو چارو غور کوي. د يادونې وړ ده، چې د پاکستاني طا لبانو له تحریک او د دغه هېواد د حکومت ترمنځ خبرې اترې د روان لمريز کال په لومړيو کې د اسلامي امارت په منځګړیتوب پيل شوې وې. قمر جاوید باجوه، د دغه هېواد د پوځ د قوماندانانو په کنفرانس کې، د ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې په ساتلو او په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د عملیاتو د دوام لپاره پر چمتووالی ټینګار کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ او د دغه هېواد د تحریک طالبان پاکستان تر منځ درې میاشتنی اوربند لا هم پر ځای دی او د دواړو لورو استازي په خبرو بوخت دي.
































