د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ورکولو ادارې له پاکستان څخه هغه هیواد ته د ۳۲۴ نورو افغان کډوالو د لېږد خبر ورکړی دی. دغې ادارې ویلي یاد افغانان چې د څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې مېشت و، په یو ځانګړي پرواز کې کاناډا ته لېږدول شوي دي. دې ادارې زیاته کړې چې په دغه کډوالو کې هغه کسان شامل و چې په تېرو کلونو کې په افغانستان کې له کاناډا يي سرتیرو او یا د دغه هیواد اړوند ادارو سره کار کړی و. د کاناډا حکومت په خپله خاوره کې شاوخوا ۴۰زره افغان کډوالو ته د ځای ورکولو ژمنه کړې ده. د کاناډا حکومت د دغې پرېکړې له مخې ټاکل شوې د افغان ژباړونکو او د هغوی د کورنیو په ګډون پنځه زره کسان د کډوالۍ ځانګړي پروګرام او څه باندې ۱۸زره نور له ګواښ سره مخ افغانان د بشردوستانه پروګرام له لارې هغه هیواد ته انتقال کړي.
































