د روان کال له مارچ مياشتې څخه تر اګست پورې د چين په پوهنتونونو کې د بهرنيو محصلينو لپاره ”د چين د نوې زمانې احساسات “تر عنوان لاندې يوه سيالي تر سره شوه. د چين له ۱۹۶ مخکښو پوهنتونونو څخه د ۱۳۳ هېوادونو او سيمو محصلينو په دغې سيالۍ کې ګډون وکړ، چې د ليکنو، عکسونو او ويډيوګانو عمومي شمېر پکې ۳۶۸۸ ته رسېدلی و. د يادونې وړ ده چې له افغانستان څخه د چين د (هه فې) د صنعتي چارو پوهنتون ډاکتر محمد حسن مخدوم زاده په دغې سيالې کې لومړی مقام تر لاسه کړ. هغه په دې سيالۍ کې يوه ليکنه وړاندې کړې، چې نوم يې دی: (په چين کې د بېوزلۍ له منځه وړلو لاره).
ډاکتر حسن مخدوم زاده په چين کې د نژدې اتو کلونو لپاره ژوند کړی او په دې موده کې يې ډېرو زياتو ځايونو ته سفرونه کړی او په دغو سفرونو کې يې په ځانګړې توګه په چين کې د بېوزلۍ له منځه وړلو د لارو چارو سره لېوالتيا ښودلې ده. د ده په اند، اوږدې جګړې افغانستان ته زياتې ستونزې رسولې دي او تر اوسه پورې اقتصاد وروسته پاتې دی. هغه د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د چين د (ان هوې) ولايت د (بو جو) ښار (وو يانګ) ولسوالۍ ته سفر کړی او له ځينو کسانو سره د مرکې په وخت کې يې د بېوزلۍ له منځه وړلو په اړه تګلارې ترلاسه او وارزولې. نو هغه فکر کړی، چې چينايانو څنګه د بېوزلۍ له منځه وړلو ماموريت په ټول هېواد کې بشپړ کړي؟ زموږ وطن افغانستان په دې باره کې د چين له تجربو څخه کار اخيستلی شي؟
ډاکتر حسن مخدوم زاده ويلي، چې د چين په کليو کې د بېوزلۍ له منځه وړلو د برياليتوبونو په ټولنيز فعاليت کې يې ګډون وکړ. هغه له ځايي اوسېدونکو سره د خبرو په ترڅ کې د بېوزلۍ له منځه وړلو او د کليوالو سيمو د ابادۍ د تدبيرونو په اړه يې لا ژور او مستقيم معلومات تر لاسه کړي. هغه په کليو کې د کرنيزو چارو له کتلو وروسته د انټرنيټ له لارې د کرنيزو توليداتو پلورل او د توليدي چارو له لارې د بېوزلۍ له منځه وړلو په لارو چارو پوه شو. هغه هلته د( چنګ بې) له منځني ښوونځي څخه ليدنه وکړه او په دې پوه شو چې ښوونې او روزنې د چين په کليو کې د ابادۍ لپاره ډېر مهم رول خپل کړی او په کليو کې د منځنيو روزنيزو بنسټونو له ښکلو بڼو يې ستاينه وکړه.
نوموړي د تېر کال په نومبر کې د (ان هوې) ولايت له (لينګ بي) ولسوالۍ څخه ليدنه وکړه او د دغې ولسوالۍ په (شا با) کلي کې يې د بېوزلۍ له منځه وړلو د کارونو په هکله له ځايي کارکوونکو او اوسېدونکو څخه پوښتنه وکړه. هغه پوه شو چې د بېوزلۍ له منځه وړلو يو لړ تدبيرونو په دغه کلي کې د خلکو ژوند ښه کړی دی. هغه په دې اړه باور لري، چې په چين کې د بېوزلۍ له منځه وړلو په چارو کې د برياليتوب تجربې به خامخا د افغانستان د پرمختګ لپاره نمونوي رول ولري.
ډاکتر حسن مخدوم زاده دا په خپله ليکنه کې ليکلي، په چين کې د بېوزلۍ ضد په ټينګه مبارزه کې نه يوازې اقدامات ډېر چټک و، بلکې په دې ترڅ کې هر فرد ته يې پاملرنه شوې. چين په هراړخيزه توګه د هوسا ټولنې د ابادۍ او د ګډې شتمنۍ رامنځته کولو په لاره کې دقيقې تګلارې غوره کړې او هر ځای او هر تن په دې چارو کې شامل دی.
حسن مخدوم زاده دا ويلي، په چين کې د بېوزلۍ له منځه وړلو تجربې نړۍ ته د بېوزلۍ له منځه وړلو او اړوند مديريت نمونه برابروي او ټوله نړۍ دې له دې تجربو څخه ګټې واخلي. چين او افغانستان دوستانه ګاونډي هېوادونه دي او په تاريخ کې ډېرې زياتې ګډې ګټې لري. افغانستان د نوي چين له جوړېدو څخه را په دې خوا له ياد هېواد سره ښې اړيکې لري. هغه په پای کې وويل، چې په چين کې د افغانستان د يو محصل په توګه زه هيله لرم، چې زما وطن د چين له ښو تجربو څخه زده کړه وکړي او زما په وطن کې بېوزلي ژر له منځه يوسي.
































