ملګري ملتونه سبا دوشنبه د بندو دروازو تر شا د افغانستان په حالاتو بحث کوي. د راپورونو له مخې دا غونډه د روسیې په غوښتنه ترسره کېږي او ویل شوي چې د افغانستان په اوسنیو اقتصادي او بشري حالاتو باندې به بحث وشي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم ویلي چې په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږی کوونکی مارټین ګریفټس د افغانستان د شرایطو په اړه راپور وړاندې کړي. ملګرو ملتونو داسې وخت د افغانستان په تړاو غونډه پلان کړې چې د وروستیو اوونیو سېلابونو ګڼ افغانان زیانمن کړي او بشري او اقتصادي ناورین لا زیات شوی دی.
































