ولسمشر غني وایي، د نوې کابینې غړي به د باور رایې تر لاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي او له تایید وروسته به یې د سرپرستۍ دوره پای ته ورسیږي. په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاءالحق امرخېل وایي چې ولسمشر غني د ولسي جرګې له رییس او اداري پلاوي سره وکتل. هغه زیاتوي چې په دغه کتنه کې د کابینې د غړو د معرفي کېدو تر څنګ، د دولت د درې ګونو قواو پر همغږۍ هم ټینګار وشو. دا په داسې حال کې چې ولسي جرګې په وار، وار د سرپرستانو له خوا د وزارتونو پر اداره کولو سختې نیوکې کړي او له ولسمشر یې غوښتي چې د وزارتونو لپاره نوماندان د باور رایې لپاره جرګې ته ور وپیژني. اوسمهال د ملي دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو، مالیې، سوداګرۍ، اوبو او برېښنا، مخابراتو، ښارجوړولو، لوړو زده کړو، کانونو، پوهنې او ځینې نور وزارتونه د سرپرست وزیرانو له خوا اداره کیږی.
































