ملګرو ملتونو ليبيا کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده. دا غوښتنه تر هغې وروسته ده چې په پلازمينه ترابلس کې د مخالفو سياسي ډلو تر منځ په تاوتريخوالو کې لږ تر لږه ۲۳ تنه مړه او لسګونه نور ټپيان شول. ليبيا په ۲۰۱۱ کال کې د ناټو تر لاسوهنې او د معمر القذافي د واکمنۍ تر نسکوريدو وروسته د واک پر سر د جګړو او تاوتريخوالي په اور کې سوځي. که څه هم دغه هېواد کې له تېرو دوو کلونو راهيسې نسبي ثبات او امنيت ټينګ شوي وو، خو پرون وروسته تر هغې پکې خونړۍ پېښې وشوې چې د نړيوالې ټولنې له لوري په رسميت پېژندل شوي حکومت فتحي باشاغا ته پر وفادارو ملېشو بريدونه وکړل. د ليبيا پر ختيځ واکمن پارلمان باشاغا د دغه هېواد لومړی وزير بولي. ملګرو ملتونو ويلي چې په ترابلس کې پر ملکي اهدافو بې دريغه سپکې او درنې وسلې چلېدلې دي. ملګرو ملتونو تاوتريخوالي کې پر ښکېلو ټولو غاړو د سملاسي اوربند غږ کړی دی.
































