د ملي دفاع وزارت وايي، پاکستان دې اجازه نه ورکوي چې فضايي حريم يې د افغانستان پر خلاف وکارول شي. د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد يعقوب مجاهد نن کابل کې ملت ته د حساب ورکولو غونډې ته په خبرو کې وويل چې د افغانستان په فضا کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو ګرځيدل پر افغانستان تېری دی او په وينا يې چې دا خبره يې په ځلونو امريکايي چارواکو ته ور ياده کړې ده. سرپرست وزير وويل چې لومړني معلومات يې دا دي چې افغانستان ته امريکايي بې پيلوټه الوتکې د پاکستان له فضا را اوړي او پر اسلام اباد يې غږ وکړ چې د افغانستان پر ضد د خپلې فضا د کارول کېدو مخه ونيسي. د ملي دفاع وزارت چارواکو د جمهوريت د سقوط پر مهال شمالي ګاونډيو ته د افغانستان د هوايي ځواک د تښتول شويو الوتکو د راستنولو په تړاو وويل چې په دې برخه کې يې هڅې روانې دي. د ملي دفاع وزارت سرپرست وويل چې له افغانستانه ايستل شوې الوتکې د افغانانو ملکيت دی او دوی يې د راستنولو له غوښتنې تېرېدونکي نه دي.
































