پېښو ته د رسیدو کمېسیون وایي چې وروستیو سېلابونو په هېواد کې ۱۹۴ تنه مړه، ۲۶۵ ټپیان او ۱۲ کورونه ړنګ کړي دي. د دغه کمېیسیون مسوولینو په هېواد کې د سېلابونو اوښتي ځاني او مالي زیانونه له رسنیو سره شریک کړل. پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت معین او د یاد کمېسیون رییس مولوي شرف الدین مسلم وویل چې په یاده موده کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۱۹۴ کسان مړه او ۲۶۵ تنه ټپيان شوي دي. هغه زیاته کړه، دغه راز څه دپاسه ۱۲ زره کورونه په پشپړه او یا هم نیمه توګه ویجاړ شوي، څه دپاسه ۹۰۰۰ څاروي تلف شوي او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړ شوې دي.
































