د پوځ لوی درستيز وايي چې له ګاونډيانو سره پر پولو نښتې د هغو ستونزو له کبله کيږي چې له تېر حکومته پاتې دي. لوی درستيز قاري فصيح الدين فطرت نن کابل کې ملت ته د حساب ورکولو غونډې ته وويل چې پخواني حکومت د ځمکنۍ بشپړتيا په ساتنه کې بې پروايي کوله خو په وينا يې چې د ا.ا مجاهدين په دې برخه کې ډير حساس دي. هغه وويل چې له پخواني حکومته په پولو کې ځينې ستونزې په ميراث ور پاتې دي چې کله ناکله د سؤ تفاهم او نښتو سبب کيږي. هغه وويل چې له ګاونډيو هېوادونو سره د خبرو له لارې د دې ستونزو د هواري هڅه کوي. لوی درستيز د افغانستان له خاورې پر شمالي ګاونډيو د راکټي بريدونو په اړه وويل چې ځينې مخربې کړۍ د افغانستان د ا.ا د رنګ بدۍ په موخه په ورته اقداماتو لاس پورې کوي. هغه وويل، يادې کړۍ يې نيولې دي.
































