د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي. هغه زیاته کړې چې له ټرمپ سره یې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر وروستیو حالاتو او د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې خبرې کړې دي. ده ددې خبرو نور جزییات نه دي په ډاګه کړي. دوی دا خبرې په داسې حال کې کړې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا سیمې ته په سفر را وتلی دی. هغه په قطر کې د طالبانو له استازو سره تر لیدنې وروسته، پاکستان ته تللی و او ددغه هېواد د پوځ له مشر سره یې د افغانستان د سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو او راتلونکو اقداماتو خبرې کړې دي.
































