د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق افغانستان کې د ميندوارو مېرمنو پر وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې هرو دوو ساعتونو کې يوه افغانه ميندواره مور د مخنيوي وړ عواملو له کبله مري. د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق نن د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې د افغان ميندو د مړينې کچه د اسيا او اوقيانوسيې په کچه تر ټولو لوړه ده. په راپور کې ويل شوي چې د مناسب روغتيايي سيستم د نشتوالي له کبله په لرې پرتو سيمو کې ګڼ شمېر ميندوارې مېرمنې له ګواښ سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق تر دې وړاندې ويلي وو چې افغانستان کې د ميندوارۍ د سلامتيا او له دې کبله د پېښو رواني – ټولنيزو اړتياوو د پوره کولو لپاره نږدې ۲۵۲ ميليونو امريکايي ډالرو ته اړتيا لري. دې ادارې ويلي وو چې ياده مرسته به د زيږون پر مهال د ميندو د مړينې کچه د پام وړ را ټيټه کړي.
































