په ايران کې د افغانستان سفير وايي چې له تېر يوه کال راهيسې يو ميليون افغانان ايران ته تللي دي. تهران کې افغان سفير عبدالقيوم سليماني دا څرګندونې د ايران له ايسنا خبري اژانس سره په خپله وروستۍ مرکه کې کړې دي. سفير ويلي چې ترلاسه شوي ارقام رسمي او ثبت شوي نه دي بلکې لومړني معلومات ښيي چې د تېر کال له اګسټ مياشتې راهيسې شاوخوا يو ميليون افغانان ايران ته کډوال شوي دي. ده زياته کړې چې ايران ته تللي افغانان که څه هم د روغتيا، ښوونې او روزنې او بانکي چارو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي خو د ژوند شرایط يې بد نه دي. په تهران کې د افغانستان د سفير څرګندونې په داسې حال کې دي چې ايران کې پراته افغان کډوال وخت ناوخته د هغه هېواد د امنيتي چارواکو له ناوړه چلنده شکايت کوي او وايي چې په سيستماتيک ډول تر فشار لاندې راوستل کيږي. افغان سفير له ايسنا اژانس سره په مرکه کې دې موضوعاتو ته اشاره نه ده کړې.
































