بریتانیا ویلي چې پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې لامل شو. دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا ځانګړي استازي جیمز کروکي د افغانستان په اړه د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته کړې دي. دا غونډه له افغانستانه د نړۍوالو ځواکونو وتلو د یوه کال پوره کېدو په مناسبت د روسیې په غوښتنه جوړه شوې ده. په ملګرو ملتونو کې د بريتانيا سفير جيمز كروكي ويلي، چې د افغانستان وضعیت هم نازک دی او د افغانانو اړتياوې تر پخوا ډېرې دي. د هغه په وينا، ۲۴ میلیونه افغانان بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري او ۲۰ ميليونه د غذايي کمښت له بحران سره مخ دي. جیمز وویل، که څه هم د بریتانیا سفارت له افغانستانه وتلی، خو له افغانانو سره پر خپلې ژمنتیا ولاړ دي. هغه زیاته کړه چې د ۲۰۲۲ کال له اپرېل څخه د ۲۰۲۳ کال تر مارچ پوری بريتانيا له افغانستان سره د ۶۷۶ میلیون ډالرو مرستو ژمنه کړې ده.
































