د ماليې وزارت وايي چې د تېر کال له وږي مياشتې بيا تر دې مهاله يې ۱۵۱ ميليارده افغانۍ عوايد را ټول کړي دي. د ماليې وزارت د عوايدو عمومي رييس معراج محمد معراج نن ملت ته د حساب ورکولو غونډې ته په خبرو کې وويل چې له نړيوالو بنديزونو او اقتصادي ستونزو سره سره يې د افغانستان بودجه له کورنيو عوايدو تمويل کړې ده. هغه وويل چې د عوايدو د راټولولو چارې تر ډيره بريده د برېښنايي حکومتولۍ له لوري پر مخ بيايي او ماليه ورکوونکو ته يې د پام وړ اسانتياوې رامنځته کړي دي. د معراج په خبره چې ا.ا د روان کال له وري بيا تر وږي مياشتې ۷۴ ميليارده او ۹۱ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي او د تېر کال له وږي بيا د سږ کال تر وږي مياشتې پورې يې د عوايدو ټوله کچه ۱۵۱ ميليارده افغانيو ته رسېدلې ده. د ماليې وزارت چارواکي وايي چې له کاروبارونو سره د مرستې په موخه يې د اصنافو ماليه له ۱.۵ سلنې څخه ۰.۵ سلنې ته راکمه کړې او د ماليو ورکړې ته د کاروباريانو د هڅولو په موخه يې د تېرو کلونو مالياتي جرايم هم بښلي دي.
































