له افغانستان د امریکایي ځواکونو تر وتلو یو کال وروسته امریکایي وګړي وایي چې پر افغانستان برید تېروتنه وه. امریکایي رسنۍ وایي چې له امریکایي وګړو یوه شوې نظرپوښتنه ښيي چې شاوخوا پنځوس سلنه امریکایان په افغانستان کې له شوو پېښو خواشیني دي او ټینګار کوي چې پر افغانستان برید یوه تېروتنه وه.
ددې تر څنګ پنځه څلوېښت سلنه امریکایان بیا وایي چې دا یو پر ځای اقدام و او هغه تېروتنه نه بولي. تر دې وړاندې هم په ۲۰۱۴ ز کال کې سترو نظرپوښتنو په ډاګه کړې وه چې امریکايي وګړي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور مخالف دي. خو اوس چې له افغانستان د امریکایي وګړو د تګ یو کال پوره کېږي بیا هم لوړه سلنه امریکایي وګړي وایي چې پر افغانستان برید د امریکايي حکومت تېروتنه وه او د وتلو هرکلی کوي.
































