پخواني او اوسني امریکایي چارواکي وايي لا هم له افغانستان د وتلو ماموریت د امریکايي حکومت لپاره فاجعه ده. فاکس نیوز له افغانستان د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو په مناسبت په ځانګړو خپرونو کې له پخوانیو او اوسنیو امریکایي چارواکو سره خبرې کړې دي او دوی وایي چې له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو بڼه او تخلیې ماموریت د امریکا په تاریخ کې یوه نه هېرېدونکې تاریخي فاجعه وه چې د نړۍ هېڅ وګړی به یې هېره نه کړي. سرچینه وایي چې امریکا په خورا ناکام مدیریت، له شرمه ډک وضعیت او خورا کم ظرفیتۍ له افغانستان پښې سپکې کړې او د امریکا سترې ادعاوې یې نړۍ ته مسخره کړې. تر دې وړاندې د ټرمپ د حکومت چارواکو هم د تخلیې ماموریت پر سر د بایډن پر حکومت سختې نیوکې کړې دي او هغه یې ناکام بللی و.
































