د بلخ د حضرت علي روضې فرهنګي مسوول قیوم انصاري رسنیو ته ویلي، چې ددې روضې سلګونه کوترې د لوږې له امله مړې شوې دي. نوموړي ویلي، چې پخوا به ګڼو سیلانیانو او زیارت کوونکو په خپل لګښت دانه اخیسته او دغو کوترو ته به یې ورکوله خو اوس چې د کرونا له امله د روضې دروازې تړل شوي نو کوترې هم د خوراک له کمښت سره مخ شوي دي. بل لور ته بیا د بلخ اوسیدونکي وایي، چې د حضرت علي روضه هره میاشت سلګونه زره افغانۍ عاید لري؛ نو باید له هماغې بودجې څخه د کوترو دانه هم باید برابره شي.
































