د شمالي کوریا دولتي رسنیو اعلان کړی چې د جنوبي کوریا د فریب کارانه سیاست له کبله پر ځایي وخت نن له غرمې وروسته له دغه هېواد سره خپلې ټولې اړیکې پرې کوي. شمالي کوریا تل جنوبي کوریا ددغه هېواد په داخلي چارو کې په لاس وهنې تورونه کړې ده. د شمالي کوریا لوړ پوړو چارواکو لکه؛ کیم جونګ اون، خور یې او د کارګر ګوند د کمېټې مرستیال ویلي، چې د جنوبي کوریا په اړه یې ټول تصمیمونه بدل شوي او له دې وروسته به د یوه دښمن په څېر چلن ور سره کوي. په لومړي ګام کې شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره ټولې اړیکې پرې کوي، چې ان د ولسمشرۍ د دفترونو ترمنځ به یې هم ارتباطي اړیکې پرې شي.
































