د پخواني شوروي اتحاد وروستی رهبر میخایل ګورباچوف ومړ. میخایل ګورباچف په شلمه پېړۍ کې تر ټولو با نفوذه رهبر و چې غوښتل یې د خپل هېواد اقتصاد ورغوي او خپل ځواکونه له یرغلونو راوګرځوي. د نوموړي اقدامات ددې سبب شول چې پخوانی شوروي اتحاد وپاشل شي. هغه اصلاح غوښتونکی کمونیست مشر و، چې له افغانستان یې د خپلو ځواکونو په ایستلو سره شوروي اتحاد ته د لا ډېرو تلفاتو د اوښتلو مخه ونیوله. غربي رسنۍ وایي چې د سرتېرو د ایستلو په برخه کې بايډن او ګورباچف له یوې تګلارې کار واخیست او ځانونه یې له افغانستان وژغورل. ګورباچف د مسکو په یوه روغتون کې د ۹۱ کلونو په عمر د یوې سختې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
































