د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین په افغانستان کې له خپلې شل کلنې جګړې د دفاع کولو ترڅنګ ویلي چې دوی له ځانه د دفاع په موخه دغه هېواد ته ځواکونه لېږلي وو. نوموړي دغه څرګندونې پرون د امریکا په فلوریډا ایالت کې د ځانګړو ځواکونو قوماندان د تبدیلۍ په مناسبت نیول شوو مراسمو کې په داسې حال وکړې چې نن له افغانستانه د امرېکايي ځواکونو د وتلو يو کال پوره کېږي. اسټین په افغانستان کې د امريکا له جګړې دفاع وکړه، خو دا یې هم وویل چې هلته لا د امریکا کار نه دی تمام شوی. د اسټين په وينا د سپټمبر له بريدونو وروسته يې ځواکونه د امريکا د امنیت خوندیتوب لپاره افغانستان ته ولاړل، ځکه چې القاعده پر امریکا برید کړی و. اسلامي امارت پر افغانستان د امريکا له بريد مخکې هم ويلي وو او اوس هم وايي، هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پر ضد وکاروي.
































