د ملي مصالحې عالي شورا رییس وايي، حکومت د سولې مذاکراتو ته چمتو دی. عبدالله عبدالله له افغانستان سره د سولې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو په اړه په خبرو کې ویلي، چې افغان حکومت د سولې له هېڅ ډول هڅو ځان نه سپموي. نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې تمه لري طالبان له رامنځته شوي فرصته په استفاده د خلکو له غوښتنو سره سمې هڅې وکړي. عبدالله ویلي چې تر اوسه له حکومتي زندانونو د طالبانو شا اوخوا درې زره بندیان خوشې شوي دي. ده هیله څرګنده کړې چې د مذاکراتو د پیل تر ورځې پورې به د بندیانو د راخوشې کېدو بهیر بشپړ شي یا به دومره بندیان راخوشې شي چې دواړو لورو ته د منلو وړ وي.
































