د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوې ودانې د نړېدو پېښه کې ۱۴ کسان مړه او ډېر شمېر نور تري تم دي. د کراچۍ پولیسو ویلي، ممکن تر خاورو لاندې نور کسان هم بند پاتې وي او په خبره یې د مړو شمېر ښایي لوړ شي. تر دې وړاندې پولیسو ویلي وو چې په دې پېښه کې ۱۳۱۴ کسان مړه شوي دي خو اسوشتیډ پریس اژانس بیا تازه راپور ورکړی دی چې په یاده پېښه کې ۱۴ کسان مړه شوي او ډېر شمېر نور تري تم دي. د کراچۍ چارواکو ویلي چې مرستندویه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې او د مرګ ژوبلې کره شمېر به وروسته اعلان کړي.
































