د امریکا ولسمشر جوبایډن له کانګرس څخه غوښتي دي چې له اوکراین سره د ۱۱،۷ میلیارد ډالرو په ارزښت بېړنۍ مرسته تصویب کړي. په دې مرسته کې هغه ۴۰ میلیارد ډالر نه دي شامل چې امریکا یې له اوکراین سره مخکې تر دې ژمنه کړې وه. سپینه ماڼۍ وايي چې په سلو کې پنځه اویا هغه مرستې چې په پوځي برخه او د مالي ملاتړ په برخه کې له اوکراین سره شوي دې هېواد ته ورکړل شوي دي. د راپورونو له مخې نوې مرستې به د نویو تجهیزاتو د پېرلو، د استخباراتي ملاتړ او د اوکراین د بودیجې په برخو کې ولګول شي. پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله تراوسه لویدیځو هېوادونو او په سر کې امریکا له کییف سره د سلګونه میلیون ډالرو مرستې اعلان کړې دي.
































