پر امریکايي جنرالانو باور تېروتنه ده. اتلانتیک نشریې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور او تخلیې ماموریت ته کتنه کړې ده. نشریه وایي سره له دې چې امریکایي جنرالانو په افغانستان کې د خپل ماموریت په اړه ډول ډول معلومات ورکول او تل یې ځان بریالی او پیاوړی باله، خو پایلې وښوده چې دغه جنرالانو دروغ ویل او دوی د باور وړ نه دي. اتلانتیک زیاتوي امریکا په افغانستان کې میلیاردونه ډالر ولګول، لسګونه سرتېري یې ووژل شول او تر څنګ یې په شل کلنه جګړه کې زرګونه افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته خو بیا هم نظامي جنرالان خپله ماتې او پړه نه مني. نشریه وايي اوس هم که امریکایي جنرالان افغانستان کې د ماتې پړه پر بایډن او نورو چارواکو اچوي، تېروتي دي په اصل کې دوی د خپلو دندو د سرته رسولو جوګه نه دي او د افغانستان په اړه یې دروغ ویلي دي.
































