ایران وایي په دې سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تازه خپره کړې اعلامیه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر وروستیو پېښو خواشیني څرګنده کړې ده او ټینګار یې کړی چې دوی دغه ډول بریدونه او د عامو افغانانو وژل بشر ضد جنایت بولي او په کلکو ټکو یې غندي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي دوی په دې سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او د خپلې خواخوږۍ مراتب ورسره شریکوي. ایران همدا راز وايي چې له افغانستان سره د ترهګرۍ او تاوتریخوالي د له منځه وړلو په برخه کې هم همکاري کوي.
































