د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د پولیسو په موټر د وسله والو برید کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی. پاکستاني پولیسو ویلي دا برید تیره شپه د شهباز خیل سیمې تر څنګ پر پولیسو د ګزمې پرمهال شوی دی. سرچینې وایي وسله والو د پولیسو پر موټر ډزې کړي چې پکې د جمشید په نوم یو پولیس وژل شوی او یو تن بل ټپي دی. د پېښې پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخیستې خو تر دې دوه ورځې وړاندې په دېره اسماعیل خان سیمه کې یو پولیس وژل شوی و چې پړه یې د پاکستاني طالبانو تحریک په غاړه اخستې وه.
































