د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د اوکراين د زاپوريژيا اټومي بټۍ په لانجه کې د منځګړيتوب وړانديز کړی دی. اروغان دا وړانديز پرون د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره خبرو کې کړی دی. انقرې په دې تړاو يوه اعلاميه کې ويلي چې ترکيه د غلو د صادراتو لپاره د هوکړې د رامنځته کولو په څېر د زاپوريژيا اټومي بټۍ د لانجې په هواري کې هم مرسته کولی شي. د اردوغان دا وړانديز په داسې حال کې دی چې داوکراين د انرژۍ د توليد په ستره اټومي بټۍ کې چې دا مهال د روسي ځواکونو تر ولکې لاندې ده وضعيت ترينګلی ښودل شوی او د لویو خطرونو د پېښېدو ګواښونه ورکړل شوي دي. د اټومي انرژۍ د نړيوال اژانس يوه ۱۴ کسيز پلاوي چې د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې مشر رافايل ګروسي هم ورسره و، تېره اونۍ زاپوريژيا اټومي بټۍ له نږدې وکتله او ويې ويل چې د جګړو له کبله زيانونه ور اوښتي دي. روسيه او اوکراين يو بل اټومي بټۍ ته د زيانونو په اړولو تورنوي او همدا تورونه د دې سبب شوي چې د بټۍ د بيارغونې او ترې پېښېدونکو احتمالي ګواښونو ته د پام وړ پاملرنه ونه شي.
































