د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريش روانه اونۍ له سيلاب ځپلو سره د خواخوږۍ په موخه پاکستان ته سفر کوي. ګوتريش دا خبر پر خپل ټوټير خپور کړی دی. نوموړی په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې ويجاړوونکو سيلابونو خيبر پښتونخوا، بلوچستان او سند ايالتونه سخت وځپل. نړيوالې مرستندويې ادارې اټکل کوي چې له يادو سيلابونو شاوخوا ۳۰ ميليونه کسان اغېزمن شوي او ۶.۴ ميليونه يې بېړنيو مرستو ته اړ کړي دي. پاکستان کې د خير ښېګڼې ادارې ويلي چې سيلابونو دغه هېواد کې داسې ويجاړي کړې چې ښايي خلک له لوږې سره مخ کړي. دوی ويلي چې د قحطۍ او لوږې لومړنۍ نښې يې ليدلې دي او له ورځو ورځو راهيسې په ډيرو برخو کې خلکو ته خواړه نه دي رسېدلي. پاکستان ته تر دې دمه د نړيوالو مرستو ديرش الوتکې رسېدلې او د امريکا پوځ ويلي چې د مرستو رسولو لپاره يې يو ټيم پاکستان ته استولی دی.
































