د سپینې ماڼۍ ویاندې کایلي مک ناني ویلي، د امریکا حکومت د سپینې مانۍ مخې ته د معترضینو پر وړاندې د پولیسو پر چلند پښېمانه نه دی. نوموړې زیاته کړې، دوی مخکې له مخکې له لاریونوالو د نرمښت غوښتنه کړې وه او ورته ویلي یې وو چې خپل ارامښت باید وساتي خو هغوی دا خبره ونه منله او ان د سپینې ماڼۍ مخې ته یې لاریون وغځول او پولیسو د دې په خاطر چې معترضین سپینې ماڼۍ ته دننه نشي د هغوی پر وړاندې یې له اوښکې بهوونکي ګاز او ربړي ګولیو څخه کار واخیست چې دوی ورباندې هیڅ پښېمانه نه دي ځکه چې په وینا یې پولیسو د ځان او سپینې ماڼۍ ساتنې په موخه دا کار کړی دی.
































