ا.ا له امریکا، اروپايي او نورو هېوادونو څخه غواړي، چې پر ا.ا فشارونه راکم او د افغانستان له نوي حکومت سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړي. د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې؛ ا.ا له امریکا سره د اړیکو بیا رغولو ته لیواله دی او له امریکا سره د اړیکو د نوي پړاو د پیل لپاره جدي کار کوي. مجاهد په کابل کې له یوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې ا.ا له امریکا سره د اړیکو بیا رغولو ته لېواله دی او له امریکا سره د اړیکو د نوي پړاو د پیل لپاره جدي کار کوي. نوموړی امریکا د دوحې له هوکړې څخه پر سرغړونه تورنوي او خبرداری ورکوي، چې د افغانستان پر فضايي حریم تېری د هیچا په ګټه نه دی. مجاهد دغه راز وايي، ځينې عناصر نه غواړي، چې د افغانستان او نړۍ تر منځ ښې اړیکې جوړې شي. هغه د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د تخریبي فعالیتونو تر اغېز لاندې را نشي او له نوي افغان حکومت سره د خپلو ځانګړیو ستراتیژیو پر بنسټ خپلې اړیکې تنظیم کړي.
































