د کونړ د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، د تېرې شپې زلزلې له امله د دغه ولايت د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې ۶ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي. د دغه ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د زيانونو د ارزونې مدیر احسان الله احسان وویل چې د شپې نږدې دوه نيمې بجې د نسبتا زورورې زلزلې ټکانونه محسوس شول چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، د نورګل ولسوالۍ په مزار درہ کې شپږ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي. د نوموړي په خبره، د زلزلې له امله د کونړ په بېلابېلو سيمو کې لسګونه کورونه هم تخريب شوي دي. د آمریکا د زلزلې سنجولو مرکز، دا زلزله د رېښتر په کچه ۵،۳ درجې بللې او ويلي يې دي چې مرکز يې د جلال اباد ښار شمال ختیځ ۳۸ کیلومترۍ کی و. په ټولنیزو رسنیو کې له کابل، خيبرپښتونخوا او د پاکستان پلازمینې اسلام آباده هم خلکو د زلزلې ټکانونو د محسوسېدو خبرونه ورکړي دي
































