د پاکستان د گمرک یوه چارواکي رسنیو ته ویلي چې په تیرو ۴ ورځو کې له افغانستان څخه پاکستان ته په ۲۲۲ لاریو کې ۶ زره ټنه رومیان او په ۳۰۸ لاریو کې ۹ زره ټنه پیاز رسیدلي دي. وروستیو سېلابونو په پاکستان کې کرنې ته سخت زیانونه اړولي دي، چې ور سره په ډېرو برخو کې په ځانګړې توګه د سبزیجاتو بیې لوړې شوې دي. له همدې امله اوس د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، چې پاکستان دغه هېواد ته له افغانستان څخه پر ورتلونکو سبزیو باندې مالیه معاف کړې ده. ددغه خونې مشر وایي، د پاکستان د نفوس د زیاتوالي او په دغه هېواد کې له سبزۍ څخه د زیاتې ګټې اخیستو په مناسبت یې د اړتیا وړ سبزۍ پر وارداتو محصول معاف کړی دی. خو افغان لوری بیا یوازې د سبزۍ په برخه کې د مالیې معاف کول د افغان سوداګرو په ګټه نه بولي، بلکې غواړی، چې پاکستان د افغانستان پر مېوې باندې هم محصول کم کړي.
































