د ترکیې څخه خپریدونکې حریت ورځپاڼې په تازه یوه تحلیل کې ویلي چې له کلونو وروسته امریکا او په ځانګړې توګه د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ته دا اوس ثابته شوې ده چې د افغان سولې اصلي آدرس او کیلۍ په اسلام آباد کې ده ، ورځپاڼه پاکستان ته د خلیلزاد د وروستي سفر په اړه لیکي چې پاکستان اوس هم په فوق العاده توګه پر طالبانو خپل نفوذ لري او د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په مکرره توګه د خپل ماموریت د کامیابۍ په هیله اسلام آباد ته سفرونه کوي.ورځپاڼه زیاتوي د افغان سولې کامیابي یوازې د امریکا او پاکستان په سیاستونو پورې تړاو لري او که چیرې دغه دواړه هیوادونه وغواړي افغانستان کې به سوله راشي او که ونه غواړي د اوږدو نورو کلونو لپاره به طالبان د پاکستان په ملاتړ او اشاره افغانستان کې خپلې جګړې ته بیا هم ادامه ورکړي.
































