کابل کې د روسيې سفارت مخې ته په چاودنه کې د سفارت دوه روسي کارکوونکي وژل شوي دي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د خپل سفارت د کارکوونکو وژل کېدل تاييد کړي خو د هويت او دندو په تړاو يې معلومات نه دي خپاره شوي. روسي خبري اژانسونو تر دې وړاندې په چاودنه کې د سفارت د يوه روسي ساتونکي او يوه روسي کارکوونکي د ټپي کېدو خبر ورکړی و. امنيتي چارواکي وايي چې چاودنه ځانمرګی بريد و. ويل کيږي چې يو بريدګر د سفارت دروازې ته نږدې د امنيتي ځواکونو له لوري پېژندل شوی او په نښه شوی خو سره له دې يې هم په ځان پورې تړلو چاوديدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده. په چاودنه کې د يوه ملکي افغان وګړي د مړينې او لسو نورو د ټپي کېدو پخلی هم شوی دی.
































