نړیوال دې افغانستان نه هېروي. د استرالیا د پارلمان لومړنۍ افغانې غړې دغه پارلمان ته د وینا پر مهال ویلي چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د اقتصادي مرستو او دایمي ثبات د راتګ ژمنې کړې دي او اوس ددې اړتیا ده چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. هغې ویلي نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې افغانستان هېر نه کړي او هلته له میلیونونو افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي. فاطمې پیمان ویلي دوی تمه لري چې افغانان وکړی شي د نړیوالې ټولنې په مرسته دایمي ثبات او اقتصادي ودې ته ورسېږي او رامنځته شوی بشري ناورین کابو کړي. د استرالیا د پارلمان نورو غړو هم ویلي چې دوی د افغانستان پر وړاندې له نړیوالې ټولنې سره سم دریځ لري او تمه لري چې له افغانانو سره بشردوستانه مرستې دوام وکړي.
































