پاکستان د افغان سولې اصلي ادرس دی او امریکا په دې خبره پوهېږي. په ترکیه کې یوه خپرېدونکې ورځپاڼه وايي، خلیلزاد د سولې په تړاو هېڅ سفر پاکستان ته له تګ پرته نه دی کړی او امریکا په دې پوهېدلې چې یوازې پاکستان په افغانستان کې روانه جګړه پای ته رسولی شي. یاده ورځپاڼه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې خلیلزاد تازه پاکستان ته سفر کړی و او تر هغه وروسته د پاکستان د پوځ لوی درستیز افغانستان ته راغلی دی. ویل کېږي چې هغه به د بین الافغاني خبرو د پيل په اړه له افغان حکومت سره خبرې کړې وي.
له څه باندې یوه کال راهیسې امریکا هڅه پيل کړې چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې حل کړي، خو په دې برخه کې یې هر ځل د پاکستان رول مهم بللی دی. افغان حکومت له کلونو راهیسې دا غږ کوي چې د افغان جګړې د رهبرۍ او تنظیم مرکزونه په افغانستان کې نه، بلکې په پاکستان کې دي، خو امریکا تازه ښایي دې پایلې ته رسېدلې وي او یا به داسې ښيي چې اوس یې په دې خبره سر خلاص شوی دی. له څه باندې یوه کال راهیسې پاکستان ته د خلیلزاد سفرونه ټول له دوحې او کابل سره تړلي دي. هر کله چې د افغان سولې لپاره کابل یا دوحې ته ځي، نو پاکستان ته ارو مرو ورځي او په دې پوهیږي چې که هلته خلک خوښ نه وي، هڅې یې بې ګټې دي.
په همدې تړاو تازه په ترکیه کې یوې خپرېدونکې ورځپاڼې حریت هم په یوه مطلب کې ویلي دي، امریکا اوس پوه شوې چې د افغان سولې ادرس پاکستان دی او دغه جګړه په اسلام اباد کې ختمېدلی شي. ورځپاڼه لیکي چې طالبان لا هم د پاکستان تر فوق العاده نفوذ لاندې دي او کولی شي د دغه هېواد په اشاره د کلونو لپاره په افغانستان کې جګړه وکړي. حریت لیکي: ((د کلونو په تېرېدو امریکا په تېره خلیلزاد ته دا ثابته شوې چې د افغان سولې کیلي د پاکستان په لاس کې ده. پاکستان اوس هم په فوق العاده توګه پر طالبانو نفوذ لري او ددوی په اشاره خپلې پرېکړې کوي)).
حریت د افغانستان جګړه د پاکستان او امریکا په لاس کې بللې ده. د سرچینې په خبره که د دواړو هېوادونو سیاسیون سره سلا شي، نو ښایي افغانستان ته سوله راشي او له دې پرته به په افغانستان کې جګړه اوږده شي. حریت زیاتوي: ((د پاکستان او امریکا سیاسیون که هوکړې ته ورسېدل، جګړه به ختمه شي، که دوی ونه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي، نو طالبان به د اوږدو کلونو لپاره د پاکستان په ملاتړ جګړې ته ادامه ورکړي)).
حریت ورځپاڼه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې خلیلزاد تازه د سولې په اړه هڅې پيل کړې دي، خو لومړۍ منډه یې بیا هم تر اسلام اباده کړې ده. ده او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره وکتل او له دې کتنې وروسته جنرال قمر جاوید باجوه کابل ته راغی، له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره یې وکتل. په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې ده د بین الافغاني خبرو د پيل په تړاو د طالبانو پیغام راوړی دی، خو ارګ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د بحث شوو مواردو په اړه به د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونه معلومات خپاره کړي.
له دې سره جوخت افغان حکومت هم د سولې لپاره هڅې چټکې کړې دي. افغان حکومت ژمنه کړې چې د طالبانو زندانیان به خوشي کوي او تازه ولسمشر غني د طالبانو هغه جریمې هم بښلې چې افغان حکومت ته د زیان اړولو له امله یې په ورکړه مکلف شوي وو. له دې ورهاخوا طالبانو بیا ځینې زندانیان خوشي کړي دي، تازه داسې ګنګونسې خپرې شوې چې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره تیار دي، خو لا هم افغان حکومت لاسپوڅی بولي او خپلو مذاکراتو له افغانانو سره مذاکرات بولي، نه له افغان حکومت سره.
































