امنیتي ګواښونه د روسیې او افغانستان پر اړیکو منفي اغېز نه شي کولی. د هېواد د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه نننۍ چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده او د روسیې له حکومت او خلکو سره یې د خپلې همدردۍ مراتب شریک کړي دي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې پېښه کې د روسي وګړو تر څنګ ملکي افغانانو ته هم زیانونه اوښتي دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې دغه ډول امنیتي ګواښونه او خطرونه به د سفارت پر چارو منفي اغېز و نه کړي او په خبره یې ورته پېښې د افغانستان او روسیې ديپلوماتیکې اړیکې نه شي زیانمولی. هغه له امنیتي ادارو غوښتي چې د ديپلوماتیکو مرکزونو د امنیت لپاره خپلې هڅې پراخې کړي.
































