امریکایي ولسواکي د سقوط له ګواښ سره مخ ده. د امریکایي رسنیو د راپورونو پر بنسټ د عامه ذهنیت یوه ارزونه ښيي چې لوړه سلنه امریکایان د امریکايي ولسواکۍ پر ماتېدو او شړېدو باوري دي. یوه سروې ښيي چې شاوخوا ۶۷ سلنه امریکایان وایي، ددې احتمال شته چې امریکایي ولسواکي له سقوط سره مخ شي.
دوی په دې باور دي چې امریکایي حکومتونه اوس نه یوازې دا چې د امریکا د مدیریت وړتیا نه لري بلکې په نړیواله کچه هم په تعاملاتو کې کمزوری چلند کوي نو ځکه د ولسواکۍ یا دیموکراسۍ د سقوط احتمال لوړ شوی دی. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په امریکا کې د ګوندونو ترمنځ سیالۍ ناسالمې شوې دي او امریکایي وګړي د داخلي جګړې وېره لري.
































