د بریتانیا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره او د محافظه کار ګوند مشره لیز ټرس ددغه هېواد لومړۍ وزیره وټاکل شوه. تر دې مخکې نوموړې په ګوندي ټاکنو کې تر ټولو زیاتو ۸۰ زرو رایو اخیستلو سره د محافظه ګوند مشره وټاکل شوه. ټرس په ګوند کې دننه دغه سیالۍ کې له خپل سیال رشي سونک زیاتې رایې اخیستې او د څه باندې ۸۰۰۰۰ رایو په اخیستو سره د ټاکنو ګټونکې اعلان شوه. د رسمي شمېرو له مخې دغه سیالۍ کې ګډون پراخ و، ټولټال ۸۲،۶ سلنه رایه کارول شوې وې چې ۵۷ سلنه یې د مېرمن ټرس په ګټه کارېدلې وې. ټاکل شوې چې مېرمن ټرس نن د بریتانیا ملکې لیدو ته ورشي او رسما د برتانیا د لومړۍ وزیرې په توګه چارې ور وسپارل شي.
































