د پاسپورټ عمومي ریاست د پاسپورټ غوښتونکو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه پرېکړه کړې چی د انلاین خدمتونو له لارې به د پاسپورټ د چاپ او وېش ظرفیت د ورځې له دوه زره، څلور زره ته لوړ کړي. له دې مخکې د پاسپورټ ریاست ویلي وو چې هره ورځ شاوخوا څلور زره کسانو ته پاسپورټونه وېشي او له دغو کسانو دوه زره یې هغه دي چې په انلاین بڼه یې نوم لیکنه کړې او پاتې نور حکومتي کسان، لوبغاړي، ناروغان او سوداګر دي چې د رسمي مکتوبونو له لارې معرفي شوي وي. د پاسپورټ رییس نورالله پتمن وویل چې د پاسپورټ غوښتونکو د ستونزو د ښه حل او غوښتنو ته یې د رسېدو په موخه د دغه ریاست رهبري پرېکړه کړې چې د انلاین خدمتونو له لارې د پاسپورتونو د چاپ او وېش ظرفیت د ورځې ۴ زره ته لوړ کړي. د هغه په وينا، دا شمېر په داسې حال کې لوړوي چې يو شمېر کسانو ته د نېټې په ورکړه کې دغه ریاست ته د مراجعي لپاره ډېر وخت ورکول کېده او له ستونزې سره مخ وو.
































