د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې خبريالانو ته يې د کار لپاره د پام وړ اسانيتاوې را منځته کړې او په دې برخه کې يې کارونه لا هم روان دي. د اطلاعاتو او کلتور وزير خيرالله خيرخواه نن کابل کې ملت ته د حساب ورکولو غونډې ته وويل چې تېر يوه کال کې په افغانستان کې يو خبريال هم نه دی وژل شوی. هغه وويل چې کله نا کله د ا.ا د مجاهدينو او خبريالانو تر منځ ستونزې پېښيږي چې دوی پر وخت ورته رسيده ګي کوي. خيرخواه وويل چې د خبريالانو د کار لپاره د لا ډيرو اسانتياوو په موخه يې د رسنيزو سرغړونو کمېسيون هم بېرته فعال کړی چې تعرفي غونډه یې شوې او په اونۍ نيمه کې به له خبريالانو سره يوه بله غونډه هم وکړي. هغه وويل چې د رسنيزو سرغړونو کمېسيون به د خبريالانو د ستونزو په هواري کې ګټور تمام شي.
































