د افغانستان اقتصادي وضعیت پر ماشومانو ناوړه اغېز کړی دی. د سولې نړیوال مرکز په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د تېرې شل کلنې جګړې او دغه راز وروستیو وچکالیو له امله د خلکو اقتصاد سخته ضربه لیدلې ده.
سرچینه وايي چې روان اقتصادي وضعیت او سختو ستونزو د افغانانو پر ژوند خورا ناوړه اغېز کړی دی او تر ټولو ډېر منفي اغېز یې پر ماشومانو دی. په راپور کې راځي چې د کمزوري اقتصاد له امله په ټيټ عمر کې ودونه او د ځینو خلکو له لوري د بدن د غړو خرڅول لا هم دوام لري. د سولې دغه تحقیقاتي مرکز پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې له افغانانو سره رښتینې او اغېزناکې مرستې وکړي او په دې سختو شرایطو کې د دوی لاسنیوی وکړي.
































