پاکستان وایي راتلونکو درېیو کلونو کې افغانستان ته ۴۵۰۰ بورسیې ورکوي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د راتلونکو درېیو کلونو لپاره افغان زده کوونکو ته ۴۵۰۰ بورسیې ورکوي چې له لارې یې دوی کولی شي د پاکستان په بېلو پوهنتونونو کې زده کړې وکړي. د صادق خان په خبره ددې بورسیو درېیمه برخه ښځينه زده کوونکو ته ځانګړې شوې ده. دغه پاکستاني چارواکي ویلي چې پاکستان پر دې بورسیو دوولس میلیارده کلدارې لګښت کوي. پاکستان تر دې وړاندې هم په بېلو برخو کې افغان زده کوونکو ته د زده کړو لپاره بورسیې ورکړې دي.
































