امریکا کې د افغان جګړې کمیسیون ډېر ژر خپل فعالیت پیلوي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د افغان جګړې کمیسیون په راتلونکو څو اوونیو کې خپل فعالیت پيل کړي او دوی به په افغانستان کې د امریکا پر شل کلن حضور او جګړو بحثونه کوي. ددغه کمیسیون دنده ده چې په افغانستان کې د امریکا ټول فعالیتونه و ارزوي او د دوی نیمګړتیاوې او وړتیاوې رابرسېره کړي. په ورته وخت کې د بشري حقونو کمیسیون بیا له امریکايي حکومت غوښتي چې ددغه کمیسیون په سر کې د مېرمنو له حقونو پوه کس وګوماري څو دلته په تېرو شلو کلونو کې د مېرمنو لپاره ترسره شوي خدمات هم و ارزوي او تر څنګ یې د اوسني وضعیت په اړه هم واضح دريځ ولري.
































